د تركيې فضائيه په شمالي عراق كښې عمليات٬پنځه ترهه ګر مړه٬ګڼې ژالې ويجاړی كړی شوې

استنبول 13 نومبر (اے پي پي) د تركيې فضائيه په شمالي عراق كښې د ترهه ګرو په ژالو د بريد په نتيجه كښې پنځه ترهه ګر وژلې دي۔د تركيې وسله وال پوځ هېډكوارټر وئېلي دي جنګي الوتكو په شمالي عراق كښې د شدت خوښي تنظيم په ضد عملياتو كولو سره ګڼې ژالې تباه كړې دي ۔په دې مهال پنځه ترهه ګر هم وژلې شوي۔د تركيې د وسله وال پوځ د اړخه جاري شوې اعلاميه كښې وئېلې شوي د تركيې فضائيه جنګي الوتكو د شمالي عراق په ځينو سيمو كښې د شدت خوښي تنظيم پي كے كے په ژالو بريد كولو سره هغه په بشپړه توګه تباه كړې دي