د پاكستان او نيوزي لېنډ د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به د نومبر په 16مه نېټه پېل كېږي

ابوظهبي 13 نومبر(اے پي پي) د پاكستان او نيوزي لېنډ د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به د نومبر په 16مه نېټه په ابوظهبي كښې پېل كېږي۔ د دې څخه وړاندې د پاكستان لوبډلې د نيوزي لېنډ لوبډله د ټي ټونټي مېچونو په سېريز كښې كلين سويپ كړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د كركټ د يو ورځنو مېچونو سېريز يو په يو برابر شوے و۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوهم ټېسټ مېچ به د نومبر په 24مه نېټه او دريم او وروستې مېچ به د دسمبر په 3مه نېټه په ابوظهبي كښې پېل كېږي۔