اسلام آباد 11 نومبر(اے پي پي) پاكستاني نژاد برتانوي باكسر عامر خان د راتلونكي كال په مهال په پاكستان كښې د باكسنګ ليګ كولو اعلان كړے۔ د نجي ټي وي چېنل له مخې پاكستاني نژاد برتانوي باكسر عامر خان د نړيوال عريبك زون صدر نعمان شاه سره د ملاقات په مهال د دې خبرې اعلان كړے۔عامر خان ووئيل چې په پاكستان كښې د پروفېشنل باكسنګ ودې لپاره كار پېل كړے شوے او باكسرانو ته لائسنز جاري كولو لپاره بورډ جوړولې شي۔