چټاګانګ 07 نومبر (اے پي پي) د بنګله دېش او د زمبابوے د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم او وروستې ټېسټ مېچ به د نومبر په 11مه نېټه په ډهاكه كښې پېل كېږي۔ د زمبابوے مېلمه لوبډلې په وړومبي ټېسټ مېچ كښې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې وركړې وه۔ د زمبابوے د كركټ لوبډلې مشر وئيلي دي چې دوي وړومبې مېچ ګټلې دے او دويم مېچ لپاره د لوبډلې حوصله لوړه ده۔ د بنګله دېش د كركټ لوبډلې مشر وائي چې د دوي حوصلې هم ماتې نه دي۔ د زمبابوے لوبډلې ته به په دويم مېچ كښې ماتې وركوو۔