د هند او وېسټ انډيز د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم او وروستې ټي ټونټي نړيوال مېچ به د نومبر په 11مه نېټه كېږي

چنائي 07 نومبر (اے پي پي) د هند او وېسټ انډيز د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم او وروستې ټي ټونټي نړيوال مېچ به د نومبر په 11مه نېټه په چنائي كښې كېږي۔ د درې مېچونو په دې سيريز كښې وړومبي دوه مېچونه د هند لوبډلې ګټلي دي۔ دا درېم مېچ به ډے نائټ مېچ وي۔ د دې څخه وړاندې د دوه ټېسټ مېچونو سېريز هم هند ګټلې و او د يو ورځنو مېچونو په سېريز كښې ئې هم ماتې وركړې وه۔