ايډيلېډ 07 نومبر (اے پي پي) د آسټراليا او د سوئيلي افريقې د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم يو ورځنې نړيوال مېچ به ﴿سبا﴾ د جمعې په ورځ په اېډيلېډ كښې كېږي۔ دا به ډے نائټ مېچ وي۔ د دې مېچونو په دې سېريز كښې وړومبې مېچ د سوئيلي افريقې لوبډلې ګټلې دے۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دريم يو ورځنې نړيوال مېچ به د نومبر په 11مه نېټه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه يواځنې ټي ټونټي مېچ به د نومبر په 17مه نېټه كېږي۔