اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي﴾ د انټرنېشنل بېلئرډ سنوكر فېډرېشن د عمومي كونسل غونډه به د نومبر په 25مه نېټھ په ميانمر كښې كېږي چې پكښې به د پاكستان بليئرډ اينډ سنوكر اېسوسي اېشن صدر منور حسېن شېخ هم ګډون كوي۔د غونډې مشري به قطر سره تعلق لرونكې د انټرنېشنل بليئرډ سنوكر فېډرېشن صدر مبارك الحيات كوي۔په غونډه كښې به د 55 هېوادونو چارواكي ګډون كوي چې پكښې به د سنوكر په چارو خبرې كولې شي۔