ګال ۔ 5 نومبر (اے پی پی) د سري لنكا او انګلېنډ ترمينځھ اولنې ټېسټ مېچ (نن) نهې ورځې څخه پېل كیږي۔ نوموړې سپنر بالر رنګناهیراتھ به د کیریئر خپل آخيرنې ټېسټ مېچ كوي او كوربه لوبډله مېچ ګټلو سره جادوګر سپنر ته په زړه پوري ډول په مخه ښه وئيلو كښې خوښي لري۔ دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه شوي يو ورځني او ټي ټونټي سيريز كښې مېلما انګلش لوبډلې بريا ترلاسه كړې وه۔ د يو ورځني مېچونو په سيريز كښې ئې سري لنكا ته 3-1 سره او يوازني ټي ټونټي مېچ كښې 30 رنزونو سره ماتې وركړې وه۔ په ون ډے او ټي ټونټي سيريز كښې ماتې خوړولو نه وروستو كوربه لوبډله سري لنكا په ټېسټ سېريز كښې د مېلمه لوبډلې چېلنج سره مخ ده۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دوهم مېچ به د روانې مياشتې 14 څخه تر 18 مې او درېم او آخري ټېسټ به 23 څخه تر27 مې نېټې كولې شي۔