
کولکته 03 نومبر (اے پي پي) د هند او وېسټ انډيز د كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو د سيريز وړومبې مېچ به (نن) د اتوار په ورځ په كولكته كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دا مېچ به د شپې وي۔ د دې نه وړاندې د هند د كركټ لوبډلې مېلمنه لوبډله په دوه ټېسټ مېچونو كښې كلين سويپ كړې او د 5 يو ورځني نړيوال مېچونو په سيريز كښې ئې ورته 3-1 سره ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو مشرانو په ټي ټونټي سيريز كښې د كاميابۍ بيانونه وركړي دي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دوهم مېچ به په 6 نومبر او درېم او آخري مېچ به په 11 نومبر كولې شي