د پاكستان او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز دوهم مېچ (نن) كېږي۔ پاكستان ته سيريز كښې د 1-0 برتري ترلاسه ده

دبئی ۔ یکم نومبر (اے پی پی) د پاكستان او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز دوهم مېچ (نن) د جمعې په ورځ دبۍ كښې كېږي۔ پاكستان ته سيريز كښې د 1-0 برتري ترلاسه ده۔ پاكستان نيوزي لېنډ ته په اولني مېچ كښې په دوه رنزونو ماتې وركړې وه۔ دې نه وړاندې پاكستانۍ كركټ لوبډلې ګېنګروز لوبډله د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز كښې كلين سوئف كړې وه۔ دې سره د پاكستان په ټي ټونټي مېچونو كښې د پرله پسې فتوحاتو شمېره 7 شوې ده۔ د پاكستان كركټ لوبډلې كپتان سرفراز احمد دكيويز په ضد په اولني مېچ كښې كاميابي د لوبډلې د اجتماعي هڅو نتيجه ګرځولې۔ بلخوا د كيويز لوبډلې مشر ووئيل اولني مېچ كښې ماتې خوړلو سره بې حوصلې شوې نه يو۔ ده ووئيل دوهم مېچ كښې به د پاكستان په ضد غوره كم بېك كوو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ددواړو لوبډلو ترمينځھ د سريز درېم او آخري مېچ به په 4 نومبر دبۍ كښې كولې شي۔ دې څخه وروستو به د درې يو ورځني مېچونو سيريز سره سره ددواړو لوبډلو ترمينځھ د درې ټېسټ مېچونو سيريز هم كولې شي۔