
كېراله 31 اکتوبر (اے پي پي) د هند او وېسټ انډيز د كركټ لوبډلو ترمېنځه پنځم او وروستې يو ورځنې نړيوال مېچ ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ كېراله كښې كېږي۔ د هند كوربه لوبډلې د پنځو مېچونو په دې سېريز كښې د يو په مقابل كښې دوه مېچونه ګټلي دي۔ د يو ورځنو مېچونو د دې سېريز نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې ټي ټونټي مېچونو سېريز هم كېږي