د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي نجي ټي وي سره خبرې

اسلام آباد ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئيلي دي د هندي پوځ سرلښكر بيان د پاك هند اړيكو پياوړتيا موقعو له قبلولې نه شي۔ دا غېر ذمه وار او غېر اخلاقي دے۔ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان او هند جوهري حېيثت په نظر كښې نيولو سره د هندي سرلښكر دا ډول بيان نه يوازې د امن په لاره كښې خنډ جوړې دې شي بلكې دې سره د منطقې امن هم خطر سره مخ كېږي۔ ده ووئيل پاكستان به د يو ذمه وار هېواد په حېث د كشمير مسئله په نړيوالو فورمونو رامخې ته كوي۔ ده ووئيل د كشمير د حل وړ مسئله د انسانيت په مخ سپېړه ده۔ نړيواله ورورولي دې په كشميري اولس د هندي بربريت او د بشري حقونو په ضد د سنګينې خلاف ورزۍ نوټس واخلي او د ټولې نړۍ مظلومو مسلمانانو دفاع لپاره به ټولې اسلامي نړۍ ته يو موټې كېدل وي