جہلم۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاکستان او ټوله نړۍ كښې كشميري اولس او د بشري حقونو علمبردار په كشمير د هندي قبضې ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي۔ نن مونږ كشميري اولس سره د آزادۍ تر ترلاسه كېدو اوږه په اوږه ودرېدو له د خپل لوظ پخلې كوو۔ د آصف علی زرداری، نواز شریف شور په دې خبره دې چې د هغو په ضد دې د كېس او پلټنو مخنيوې وشي۔ ولې احتساب به د ټولو كېږي۔ او هېڅ اېن آر او نشته او نه دې ددې څوك په طمع وي۔ اولس تحريك انصاف ته د احتساب په نعره ووټ وركړې دې۔ حساب خو به وركول وي۔ كه حساب كتاب ونكړې شو نو هېواد ته به زيان ورسي۔ مخالفه ډله مشرتابه او نظريه نه لري۔ د مولانا فضل الرحمن ، نواز شریف او آصف زرداری سیاست په ډوبېدو دې۔ د اسرائیلی جهاز پاكستان ته د راتلو افواه د تورې ورځې متنازع جوړولو له خپره كړې شوه۔ د پاكستان حكومت او پوځ متنازعه جوړولو هڅه وكړې شوه۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ جهلم كښې اولسي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د نن نه نزدې 70 كاله وړاندې په ننۍ ورځ په كشمير هند بريد وكړو او په كشمير ئې غاصبانه قبضه وكړه۔ تر دې وخته 70 زره كشميريان شهيد كړې شوي دي۔ 10 زره نه زيات غېب كړې شوي دي ۔ مېرمنو سره زياتې كېږي۔ ده ووئيل زه باور لرم چې هند به په كشمير خپله قبضه ونه ساتلې شي۔ او ډېر زر به كشمير آزاد شي۔ ده ووئيل د اسرائيلي الوتكې پاكستان ته د راتلو افواه خپره كړې شوه۔ مونږ د اسرائيلي الوتكې پاكستان ته د راتلو اطلاعات سختۍ سره رد كړي دي۔ د سول ايوي اېشن لخوا هم ددې تفصيلات جاري كړې شوي دي چې كوم اسرائيلي الوتكه پاكستان كښې كوز شوې نه ده ولې مولانا فضل الرحمن د معاملې متنازع جوړول له د خپلې برخه كار وكړو۔ ده ووئيل عمران خان په خپل اولني خطاب كښې وعده كړې وه چې پاكستان به د مدينې رياست په ډول جوړوو۔ او د مدينې په رياست كښې ټولو له قانون يو برابر دے۔ ده ووئيل كه تاسو غل كړې وي نو سزا خو به تاسو له زغملې وي۔ ده ووئيل په كال 1971 كښې په پاكستان ټوله قرضه 31 ارب روپۍ وه۔ د پروېز مشرف په دوره كښې 2007-08 ء دا 6 زره روپۍ وه۔ كله چې د آصف علي زرداري حكومت ختم شو نو دا قرضه 13 زره اربه روپۍ او د نواز شريف دور نه وروستو دا 30 زره اربه روپو ته ورسېده۔ ده ووئيل حساب خو به وركول وي۔ ده ووئيل كه مونږ حساب وانخلو نو په اقتدار كښې د پاتې كېدو حق نه لرو۔ ده ووئيل وزيراعظم وړاندې دا اعلان كړې دې چې اېن آر او به چا ته وركولې نه شي او نه دې څوك ددې هيله ولري