د كشمير مسئله په نړيواله كچه په بشپړه ډول رامخې ته كولو له دې پارلېمنټ مركز جوړ كړې شي۔ د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه د كشمير مسئلې حل له دې هڅې تندې كړې شي۔ د هند زور او ظلم په ډاګه كولو له دې د بېلو څانګو پلاوي مهمو هېوادونو ته ولېږلې شي۔ د كشميري چارو وزارت تر سېوري لاندې د تورې ورځې په مهال سيمينار ته د ګډون كوؤنكو خطاب

اسلام آباد ۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) کشمیری او پاکستانی مشرتابه وئيلي دي چې د كشمير مسئله په نړيواله كچه په بشپړه ډول رامخې ته كولو له دې پارلېمنټ مركز جوړ كړې شي۔ د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه د كشمير مسئلې حل له دې هڅې تندې كړې شي۔ د هند زور او ظلم په ډاګه كولو له دې د بېلو څانګو پلاوي مهمو هېوادونو ته ولېږلې شي۔ د خالي په ورځ د كشميري چارو وزارت او د كشميري او ګلګت بلتستان چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېېټۍ تر سېوري لاندې د پاکستان انسبټیټیوټ آف پارلیمانی سروسز آډیټوریم كښی سيمينار وكړې شو په كوم كښې چې د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان، وزیر اعظم راجه فاروق حیدر خان، وفاقی پارلیمانی سېكتر صوبیه کمال خان، كشميري او د ګلګت بلتستان چارو لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن پروفېسر ساجد مير ٬ سناتور اے رحمن او نورو مهمو شخصياتو ګډون وكړو۔ د آزاد كشمير صدر ووئيل د كشميري اولس قربانيو او د پاكستان لخوا په دې مسئله ثابت قدمۍ دا مسئله ژوندۍ ساتلې ده۔ کشمیر په مذهبی، فطری، جغرافیائی، لسانی او نظریاتی اعتبار سره د پاكستان برخه ده۔ ددې نه غېر پاكستان نميګړې دې۔ د آزاد كشمير وزيراعظم ووئيل د كشمير مسئلې په نړيواله كچه رامخې ته كولو او ددې په اړه دګډې تګلاره خپلولو له دې پارلېمنټ خپل كردار ترسره كړي۔ د كشميري چارو پارلماني سېكترې ثوبيه كمال خان ووئيل د كشمير په معامله مونږ د سياسي تړون نه لرې ټول يو يوو۔