مظفر آباد ۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير علی امین خان ګنډا پور وئيلي دي د تورې او جذبې جنګ كښې ټول عمري بريا جذبه ترلاسه كوي۔ هند په 70 كاله كښې د طاقت په زور د كشميريانو د آزادۍ جذبه كمزورې نه كړې شوه۔ د ننۍ تورې ورځې په مهال هند ته پېغام وركوم چې هغه دې په جموں وكشمير كښې رياستي ترهګري ختمه كړي۔ مونږ د امن خبره كړې ده ولې دا دې زمونږ كمزوري نه ګڼلې شي۔ هندوستان سره په مذاكراتو كښې به د كشمير مسئله تر ټولو وړومبۍ وي۔ كه ملګرو ملتونو د كشميريانو د خپلواكۍ حق په لړ كښې د كشمير په مسئله عمل كار ونكرو او د هند لخوا د عامې وژنې پېښې ئې بند نه كړې نو ددې ادارې نامه به تشه فرضي پاتې شي۔ د ددې خيالاتو څرګندونه ده د جموں وكشمير لبرېشن سېل تر سېوري لاندې د تورې ورځې دستورې ته د خاص مېلما په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ دستورې ته د آزاد كشمير وزيراعظم راجه محمد فاروق حیدر خان ، د جماعت اسلامی لارښود عبدالرشید ترابی ، د پاكستان تحريك انصاف دوهم صدر خواجه فاروق احمد ، د پیپلز ګوند لارښود شوکت جاوید میر ، د مسلم کانفرنس لارښود راجه ثاقب مجید او نورو مهمو شخصياتو هم خطاب وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل كشميرې اولس په خپلو هڅو كښې ځانله نه دے بلكې ټول پاكستانې اولس كشميري اولس سره دے۔ ده ووئيل د ټولو اسلامي نړۍ يو موټې كول زمونږ فرض دي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان قوم ته په خپل اولني خطاب كښې د مقبوضه كشمير د آزادۍ او د آزاد كشمير د ترقۍ خبره كړې وه۔ او دې كښې به مونږ هېڅ كمې نه كوو۔ ده ووئيل زه هند ته ښكاره پېغام وركول غواړم چې كه هندوستان رياستي ترهګري بند نه كړه نو دكشميري اولس لخوا به ددې په سختو ټكو كښې غندنه لا زياته شي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت او اولس به د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاق ملاتړ روان ساتي