هند او وېسټ انډيز ترمينځه دريم يو ورځنې نړيوال كركټ مېچ به (نن) كېږي

پونې 26 اکتوبر (اے پي پي) د هند او وېسټ انډيز ترمينځه په 5 يو ورځنې نړيوال كركټ مېچونو د مشتمل سيريز درېم مېچ به (نن) د خالي په ورځ په پونې كښې كېږي۔ هند ته د 5 مېچونو په سيريز كښې د 1-0 سرلوړي ترلاسه ده۔ هند په اولني مېچ كښې وېسټ انډيز ته په 8 وكټو ماتې وركړې وه۔ درېم مېچ ددواړو هېوادونو ترمينځھ برابر پاتې شوې وو۔ په ټېسټ سيريز كښې د عبرتناكې ماتې خوړولو څخه وروستو وېسټ انډيز په ون ډے سيريز كښې چېلنج سره مخ دے۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ څلورم يو ورځنې مېچ به په 29 اكتوبر او پنځم مېچ به د نومبر په اولنۍ نېټه كولې شي۔ دې نه وروستو به ددواړو لوبډلو ترمينځھ د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز كولې