وشاکا پټنم 23 اکتوبر (اے پي پي) د هند او وېسټ انډيز ترمينځه د پنځو يو ورځنو مېچونو د سيريز دوهم مېچ ﴿نن﴾ د شورؤ په ورځ وشاكا پټنم كښې كېږي۔ هندي كركټ لوبډلې ته د مېلما لوبډلې په ضد سیریز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ هند په خپل اولني مېچ كښې وېسټ انډيز ته په 8 وكټونو ماتې وركړې وه۔ دې نه وړاندې وېسټ انډيز په اولني ټېسټ كښې يو اننګز او 272 رنزونو او دوهم ټېسټ كښې 10 وكټونو سره ماتې خوړولو سره په ټېسټ سيريز كښې كلين سويپ سره مخ شوې وو۔ ددواړو كركټ لوبډلو ترمينځھ درېم يو ورځنې مېچ به په 27 اكتوبر ٬ څلورم په 29 اكتوبر او پينځم او آخري مېچ به د نومبر په اولنۍ نېټه كولې شي۔ دې نه وروستو به ددواړو كركټ لوبډلو ترمينځھ د درې ټي 20 مېچونو سيريز كولې شي