اسلام آباد 21نومبر (اے پي پي) د جوډو قومي لوبډله به په ګرېنډ سلام كښې ګډون كولو لپاره د نومبر په 30مه نېټه جاپان ته ځي۔ د پاكستان جوډو فېډرېشن له مخې ټورنامنټ به د دسمبرې د دويمې نېټې نه د دسمبر تر 5مه نېټه د جاپان په ټوكيو ښار كښې لوبولې شي چې پكښې به د پاكستان پنځه لوبغاړي ګډون كوي۔ د قومي لوبغاړو د چمتوالي په لړ كښې د لوبغاړو د تربيې كېمپ په پاكستان سپورټس كملېكس اسلام آباد كښې روان دے كومو ته چې د آرمي او واپډا كوچز د نوي معيار له مخې تربيه وركوي۔