د بنګله دېش او د زمبابوې د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې نړيوال مېچ به ﴿سبا﴾ كېږي

ډهاكه 19 اکتوبر (اے پي پي) د بنګله دېش او د زمبابوې د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې نړيوال مېچ به ﴿سبا﴾ د اتوار په ورځ په ډهاكه كښې كېږي۔ د زمبابوې لوبډلې د سوئيلي افريقې د دورې په مهال ماتې خوړلې او د دې نه پس د بنګله دېش په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد ون ډے او ټېسټ سېريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه به درې ون ډے او دوه ټېسټ مېچونه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دويم يو ورځنې مېچ به د اكتوبر په 24مه نېټه او دريم او وروستې مېچ به د اكتوبر په 26مه نېټه كېږي۔ د دې نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ټېسټ مېچونو سېريز كېږي۔