دبئي 19 اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان او د نيوزي لېنډ د اے كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ د اتوار په ورځ په دبئي كښې كېږي۔ د دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې ټي ټونټي مېچونو په سېريز كښې د نيوزي لېنډ اے لوبډلې د پاكستان اے لوبډلې ته دوه مېچونه ګټلو سره ماتې وركړې وه۔ د پاكستان لوبډلې يو مېچ ګټلې و۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوهم يو ورځنې مېچ به د اكتوبر په 24مه نېټه٬ درېم مېچ او وروستې مېچ به د اكتوبر په 26مه نېټه كېږي۔ د دې نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوه څلور ورځني ټېسټ مېچونه هم كېږي۔ وړومبې مېچ به د اكتوبر په 30مه نېټه پېل كېږي٬ دوهم مېچ به د نومبر په 6مه نېټه په دبئي كښې پېل كېږي۔