كوالالمپور 19 اکتوبر (اے پي پي) د آسټرليا او د پاكستان د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه دوهم يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ د خالي په ورځ په كوالالمپور كښې كېږي۔ د درې مېچونو په دې سېريز كښې د اسټراليا لوبډلې په وړومبي مېچ كښې د پاكستان لوبډلې ته ماتې وركړې۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دريم او وروستې مېچ به د اكتوبر په 22مه نېټه كېږي۔