
ګوهاټي 18 اکتوبر (اے پي پي) د هند او وېسټ انډيز ترمېنځه د پنځو مېچونو ون ډے انټرنېشنل كركټ سېريز به د اكتوبر په 21مه نېټه پېل كېږي۔ د خبر له مخې د داوړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دوهم مېچ به د اكتوبر په 24مه نېټه٬ دريم مېچ به د اكتوبر په 27مه نېټه٬ څلور مېچ به د اكتوبر په 29مه نېټه او پنځم او وروستې مېچ به د نومبر په وړومبې نېټه كېږي۔ د دې نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې ټي ټونټي مېچونو سېريز هم كېږي