
کېنډي 15 اکتوبر (اے پی پی) د سري لنكا او انګلېنډ لوبډلو ترمينځه د 5 يو ورځنو مېچونو سيريز درېم مېچ (سبا) د شورؤ په ورځ كېږي۔ مېلمه انګلش كركټ لوبډلې ته سيريز كښې د 1-0 برتري ترلاسه ده۔ د دواړو كركټ لوبډلو ترمينځھ اولنې مېچ د باران په سوب نه وو شوې۔ دوهم مېچ كښې انګلېنډ كوربه لوبډلې سري لنكا ته د ډک ورتھ لوئس مېتھډ ترمخه 31 رنزونو سره ماتې وركړې وه۔ په دې مېچ كښې به كوربه لوبډله سري لنكا كاميابي ترلاسه كولو سره سيريز كښې د حساب برابرولو هڅې كوي۔ د دواړو كركټ لوبډلو ترمينځھ 4 م مېچ به د روانې مياشتې په 20 مه نېټھ او 5 او آخري مېچ به په 23 مه نېټه كولې شي۔ دې څخه وروستو به د دوړو لوبډلو ترمينځھ يوازنې 20 اوريزه مېچ او د درې ټېسټ مېچونه كولې شي۔