الېكشن كمېشن د پولنګ په ورځ هم ووټرانو ته د اېس اېم اېس آساني وركوله

فیصل آباد۔14 اکتوبر(اے پی پی ) فېصل آباد كښې د قومي اسمبلۍ حلقه اېن اے 103 او د صوبائی اسمبلۍ حلقه پي پي 103 تاندلیانواله كښی د اتوار په ورځ د شوې ضمني ټاكنو په مهال الېکشن کمېشن ووټرانو ته د اېس اېم اېس سهولت وركولو۔ چې لامله ئې د كانديدانو انتخابي كېمپونو كښې د ووټونو پرچيانې جوړولو رش تر ډېره حده كم شو او يوازې 30 نه تر 40 فيصد نالوستې كسانو يا معلومات نه لرونكو وګړو دغې كېمپونو څخه پرچيانې جوړولې۔ ددې په مقابله كښې 60 فیصد كسانو 8300 ته د خپل شناختي كارډ نمبر اېس اېم اېس كولو سره د خپل ووټ په اړه معلومات ترلاسه كړل۔