اسلام آباد ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيا شهزاد اكبر وئيلي دي د مني لانډرنګ مخنيوي او برطانيه كښې د ځنډولې شويو مقدمو رفتار تند كولو له به راروانه اونۍ لندن كښې د برطانوي ايجنسۍ مشر سره خبرې كېږي۔ تېر حكومت د سوئټزر لېنډ حكومت سره په لوظنامه كولو كښې 5 كلونه ضائع كړي۔ ، په سوئس بېنکونو كښې د پاكستانيانو اکاؤنټس په اړه …
د مني لانډرنګ مخنيوي او برطانيه كښې د ځنډولې شويو مقدمو رفتار تند كولو له به راروانه اونۍ لندن كښې د برطانوي ايجنسۍ مشر سره خبرې كېږي۔ تېر حكومت د سوئټزر لېنډ حكومت سره په لوظنامه كولو كښې 5 كلونه ضائع كړي۔ په سوئس بېنکونو كښې د پاكستانيانو اکاؤنټس په اړه بشپړه معلومات ترلاسه كولو له كار روان دے۔ په سوئس اکاؤنټس كښې د 200 اربه ډالرو په اړه اسحاق ډار وئيلې شي۔ په تېر وخت كښی هر كال د 10 اربه ډالر مني لانډرنګ كېدو۔ د احتساب عمل په سپېځلي ډول مخ په وړاندې بوتللې شي۔ نېب او نورې ادارې آزادې دي۔ په سياسي لاس وهنه باور نه لرو ولې چې ددې دلاسه پخوا ادارې تباه شوي دي۔ د معلوماتو ګډولو له چين او د دبۍ حكومت سره لوظنامې كوؤنكې يؤ۔ دالمان حكومت سره د سوئس بېنكونو په اړه د لېك ډېټا ترلاسه كولو له رابطه شوې ده۔ د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيا شهزاد اكبر د وزيراعظم د ميډيا چارو صلاكار افتخار دراني سره په ګډه خبري كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيا شهزاد اكبر وئيلي دي د مني لانډرنګ مخنيوي او برطانيه كښې د ځنډولې شويو مقدمو رفتار تند كولو له به راروانه اونۍ لندن كښې د برطانوي ايجنسۍ مشر سره خبرې كېږي۔ تېر حكومت د سوئټزر لېنډ حكومت سره په لوظنامه كولو كښې 5 كلونه ضائع كړي۔ ، په سوئس بېنکونو كښې د پاكستانيانو اکاؤنټس په اړه بشپړه معلومات ترلاسه كولو له كار روان دے۔ په سوئس اکاؤنټس كښې د 200 اربه ډالرو په اړه اسحاق ډار وئيلې شي۔ په تېر وخت كښی هر كال د 10 اربه ډالر مني لانډرنګ كېدو۔ د احتساب عمل په سپېځلي ډول مخ په وړاندې بوتللې شي۔ نېب او نورې ادارې آزادې دي۔ په سياسي لاس وهنه باور نه لرو ولې چې ددې دلاسه پخوا ادارې تباه شوي دي۔ د معلوماتو ګډولو له چين او د دبۍ حكومت سره لوظنامې كوؤنكې يؤ۔ دالمان حكومت سره د سوئس بېنكونو په اړه د لېك ډېټا ترلاسه كولو له رابطه شوې ده۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيا شهزاد اكبر د وزيراعظم د ميډيا چارو صلاكار افتخار دراني سره په ګډه خبري كنفرنس كښې ده ووئيل مونږ خپل اولس په تېر وخت كښې د شوي مني لانډرنګ او كرپشن په ضد د حكومت د ګامونو څخه خبرول غواړو۔ ده ووئيل دا پرله پسې قرضو اخستو پالېسۍ په ننتيجه كښې دا مهال مونږ 30 زره اربه روپۍ قرض دارې يؤ۔ د حكومتي څانګې زياتره ادارې خسارې سره مخ دي۔ د سركاري څانګې ادارو او كارپورېشنونو خساره يو ټريلين څخه زياته شوې ده۔ ده ووئيل د بېلو ادارو په اړه د پلټنيو څخه وروستو د يوې اندازې ترمخه پاكستان څخه هر كال د 9 نه تر 10 اربه ډالرو كرپشن كېدو۔ ده ووئيل پاكستان كښې د مني لانډرنګ او مېګا پراجېكټس كښې د كرپشن مهم كردار دے۔ دواړه يو بل سره تړلي دي او ددې ښه مثال ملتان مېټرو پراجېكټ وو۔ د كوم بدعنواني چې رامخې ته شوې وه ولې د بده مرغه په هغه كار ونشو۔ دې سره سره د بېل اكاونټس دلارې مني لانډرنګ شوې دې۔ ده ووئيل د يوې كمپنۍ چې په درې نومونو عارف، اشتیاق او اسماعیل وه۔ د اېف آئي اے تحقيق ترمخه دا كسان په 20 زره روپۍ مياشت ملازمت كوي او دوئي به د 20 ملينو نه دزياتو روپو د شيئرز بزنس كولو چې ماليت ئې د 30 كروړ نه زيات دې۔ دې نه وروستو د فالودې كېس رامخې ته شو۔ د فالودې كار كوؤنكو اكاونټ څخه د دوه اربه نه د زياتو روپو ټرانزېكشنز شوي دي ولې هغه غريب نن هم د فالودې كاروبار كوي۔ د رشيد ركشه چلوونكي كېس رامخې ته شو د چا اكاؤنټ څخه چې په 5 ټرانزېكشنز كښې دوه اربو نه زياتې روپۍ ويستلې شوي دي۔ دغسې د لاړكانې يو رضائي خرڅونكي اكاؤنټ څخه 80 كروړه برآمد شوي دي۔ ده ووئيل دا سوال رامخې ته كېږي چې دا مونږ څه كوو۔ ده ووئيل د پاکستان تحریک انصاف حکومت دې ادارو ته اختيار وركړې دې او دا ادارې د روزانه په بنياد د كرپشن كېسونه نيسي۔ ده ووئيل په اېف آئی اے، نېب، اېف بی آر او سټیټ بینک آف پاکستان مشتمله يوه ډله په وزيراعظم هاؤس كښې په ځائې كړې شوې ده د كومې مشري چې زه كوم۔ ده ووئيل مونږ د كرپشن د ټولو لويو كېسونو بيا د سر نه جاج اخلو۔ په دې لړ كښې برطانيه سره لوظنامه شوې ده۔ راروانه اونۍ كښې زه خپله برطانيې ته ځم او د برطانيې د نیشنل کرائم ایجنسی خپل همڅنګ سره به ملاقات كوم۔ ده ته به وايم چې برطانيه كښې د پاكستانيانو كومې مقدمې ځنډولې شوې دي په هغې دې كار وكړې شي۔ ده ووئيل چين او د عرب اماراتو حكومت سره هم لوظنامې روانې دي دغسې چې په فعال ډول معلومات ته رسنه وشي او په ګډه پلټنې وكړې شي۔ او ددې تګلارې د لارې د مني لانډرنګ مخنيوي وكړې شي۔ ده ووئيل د جسټس (ر) جاوید اقبال په مشرۍ كښې د نېب ادار بحالېږي او هغه آزاد حېثيت سره د كرپشن په ضد كار كوي۔ زمونږ حكومت د نېب بشپړه مرسته كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د برطانيې دورې په مهال په ځنډولې شوې كېسونو كښې د اسحاق ډار كېس هم شامل دے په دې اړه به برطانوي چارواكو سره خبرې كولې شي۔ ده ووئيل مونږ بېلو زاويو څخه د صورتحال جاج اخلو دغسې چې بهر هېوادونو څخه لوټ كړې شوې مال بېرته خپل هېواد ته راوړلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په سوئس اکاؤنټس كښې د 200 ارب ډالرو په اړه اسحاق ډار وئيلې شي۔ ده ووئيل د سوئس بېنکونو په اړه معلومات ترلاسه كولو له مونږ د المان حكومت ته خواست كړې دې۔ په دې لړ كښې پاكستان كښې تعينات د المان سفير سره ملاقات هم شوې دې ولې چې المان حكومت په كال 2010ء كښې د سوئس حکومت لیک شوې ډېټا اخستلې وه په كومه كښې چې د ټولو سوئس اكاونټونو معلومات دي او المان د هند په شمول 26 هېوادونو سره دغه ډېټا ګډه كړې ده۔ پاكستان ددې ډېټا ترلاسه كولو له تر دې دمه هېڅ خواست كړې نه دې۔ ولې د پاكستان تحريك انصاف حكومت ددغې ډېټا ترلاسه كولو له المان حكومت ته باقاعده خواست كړې دې۔










