پاكستان كښې جمهوريت ته هېڅ خطر نشته۔ كله چې غټو كسانو ته لاس واچولې شو نو مخالفې ډلې جمهوريت خطرې سره مخ وليدلو۔ د هېواد لوټ كوؤنكو د پاكستان سباؤن په داؤ لګولې دې۔ د پاكستان سباؤن سره لوبې كوؤنكي به چرې معاف نه كړې شي۔ په مسلم ليګ (ن) كښې فارورډ بلاك جوړ شوې دې۔ ن ليګ بايد نوې مشرتابه ولټوي۔ ضمني ټاكنو كښې به تحريك انصاف په خپلو پرېښودلې شويو چوكو يو وارې بيا كاميابي ترلاسه كړي۔ ولې چې اولس مونږ سره دې۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهري فواد حسن عاصمه جهانګير انټرنېشنل كنفرنس ته خطاب او ميډيا سره خبرې

لاهور۔13 اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فوادس حسېن وئيلي دي پاكستان كښې جمهوريت ته هېڅ خطر نشته۔ كله چې غټو كسانو ته لاس واچولې شو نو مخالفې ډلې جمهوريت خطرې سره مخ وليدلو۔ د هېواد لوټ كوؤنكو د پاكستان سباؤن په داؤ لګولې دې۔ د پاكستان سباؤن سره لوبې كوؤنكي به چرې معاف نه كړې شي۔ په مسلم ليګ (ن) كښې فارورډ بلاك جوړ شوې …

لاهور۔13 اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فوادس حسېن وئيلي دي پاكستان كښې جمهوريت ته هېڅ خطر نشته۔ كله چې غټو كسانو ته لاس واچولې شو نو مخالفې ډلې جمهوريت خطرې سره مخ وليدلو۔ د هېواد لوټ كوؤنكو د پاكستان سباؤن په داؤ لګولې دې۔ د پاكستان سباؤن سره لوبې كوؤنكي به چرې معاف نه كړې شي۔ په مسلم ليګ (ن) كښې فارورډ بلاك جوړ شوې دې۔ ن ليګ بايد نوې مشرتابه ولټوي۔ ضمني ټاكنو كښې به تحريك انصاف په خپلو پرېښودلې شويو چوكو يو وارې بيا كاميابي ترلاسه كړي۔ ولې چې اولس مونږ سره دې۔ ده د خالي په ورځ ځائي هوټل كښې عاصمه جهانګير انټرنېشنل كنفرنس ته خطاب او وروستو ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل هېواد دا مهال د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې په صحيح لوري روان دے۔ د كرپشن په ضد تندۍ سره كار روان دے۔د 50 لکھ كورونو منصوبه به په بشپړه ډول پايې ته ورسي۔ وفاقي وزير ووئيل دا مهال دا تاثر وركولې شي چې جمهوريت ته خطره ده۔ كله چې پروېز مشرف هېواد پرېښودلو نو دغه وخت په هېواد قرضه 6 زره كروړه روپۍ وه۔ ولې د جمهوريت په 5 كاله موده كښې دا قرضه 13 زره كروړه ته ورسېده۔ ده ووئيل چا چې پاكستان لوټ كړې دې هغه به نه پرېدو۔ وفاقي وزير ګرين اېنډ كلين پاكستان مهم پېل كړې دې۔ هر وګړي او هر زده كوؤنكي د شين پاكستان جوړولو كښې خپل كردار ترسره كول ويي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د شريفې كورنۍ سباون مخلې شوې دې او د نون ليګ قومي او صوبائي اسمبلۍ غړو كښې فارورډ بلاك جوړ شوې دې۔ د 50 لكه كورونو پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل50 لكه كورونه به جوړ كړې شي۔ د بېورو كرېسي په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ جمهوريت يو۔ ټول كسان ټاكلې شوې راغلي دي۔ ددوئي احترام ډېر ضروري دے۔ ده ووئيل زمونږ كسان محترم دي بېوروكرېسي له به ددوئي احكامات منل وي۔

مزید خبریں