اسلام آباد ۔ 13 اکتوبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د آئی اېم اېف پلاوې د بېل آؤټ پروګرام شرطونو ته حتمي شكل وركولو له د نومبر په 7 مه نېټه د پاكستان دوره كوي۔ كه آئي اېم اېف قرضې لپاره د نه قبلولو وړ شرطونه كېښودل نو بيا به لوظنامه نه كوو۔ آئی اېم اېف ته تلو نه وړاندې ملګرو هېوادونو پلو تلې …
د آئی اېم اېف پلاوې د بېل آؤټ پروګرام شرطونو ته حتمي شكل وركولو له د نومبر په 7 مه نېټه د پاكستان دوره كوي۔ كه آئي اېم اېف قرضې لپاره د نه قبلولو وړ شرطونه كېښودل نو بيا به لوظنامه نه كوو۔ آئی اېم اېف ته تلو نه وړاندې ملګرو هېوادونو پلو تلې وو۔ سعودی عربستان، چین او عرب اماراتو مرستې لپاره د نه قبلولو وړ شرطونه اېښودلې نه وو۔ ما حكومت كښې د راتلو نه وړاندې يا وروستو كله هم آئي اېم اېف ته د نه تلو خبره كړې نه ده۔ په چينائي قرضو د آئي اېم اېف په اړه د امريكائي خارجه وزير بيان 100 فيصد په غلط بيانۍ مشتمل دې۔ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د ميډيا نمائندګانو سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 13 اکتوبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د آئی اېم اېف پلاوې د بېل آؤټ پروګرام شرطونو ته حتمي شكل وركولو له د نومبر په 7 مه نېټه د پاكستان دوره كوي۔ كه آئي اېم اېف قرضې لپاره د نه قبلولو وړ شرطونه كېښودل نو بيا به لوظنامه نه كوو۔ آئی اېم اېف ته تلو نه وړاندې ملګرو هېوادونو پلو تلې وو۔ سعودی عربستان، چین او عرب اماراتو مرستې لپاره د نه قبلولو وړ شرطونه اېښودلې نه وو۔ ما حكومت كښې د راتلو نه وړاندې يا وروستو كله هم آئي اېم اېف ته د نه تلو خبره كړې نه ده۔ په چينائي قرضو د آئي اېم اېف په اړه د امريكائي خارجه وزير بيان 100 فيصد په غلط بيانۍ مشتمل دې۔ ده د خزانې وزارت كښې د ميډيا نمائندګانو سره خبرې كولو۔ ده ووئيل دا مهال د غېر ملكي زرمبادلې مجموعي خساره 12 ارب ډالر ده كومه به چې د آئي اېم اېف قرضې څخه پوره كولې نه شي بلكې حكومت به دې لپاره نورې وسيلې كاروي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان بېلو پوځي او سول حكومتونو تر دې دمه آئي اېم اېف سره 18 معاهدې كړې دي۔ عمران خان به دا كله وئيلي وي چې آئي اېم اېف ته به نه ځو ولې دا ټاكنې په نظر كښې نيولو سره ده كله دا وئيلې نه دي۔ مشاورت څخه وروستو آئي اېم اېف ته تلې يوو۔ دې څخه وروستو اسټاك ماركيټ كښې د 600 پوائنټو اضافه وشوه۔ ده وئيل د غېر ملكي معاشي فشار په سبب د منطقې د نورو هېوادونو پېسه هم پرېوتلې ده۔ د پاكستانۍ روپۍ په قدر كښی 7 فيصد او د هند پېسې په قدر كښې 10 فيصد كمې شوې دې۔ دغسې د نورو هېوادونو د پېسې قدر هم كم شوې۔ ده ووئيل د پاكستان په ذمه 95 ارب ډالر غېر ملکی قرضه ده۔ آئي اېم اېف ته تلو نه غېر كه ګزاره وكړې شي نو ډېره به ګرانه شي۔ آئي اېم اېف ته د تلو په اړه د امريكائي خارجه وزارت په بيان خپل غبرګون كښې ده ووئيل دا بيان بېخي غلط دے چې د سي پېك قرضو په سبب آئي اېم اېف ته روان يوو حال دا دې چې دچين قرضې مونږ ته په اسانو شرطونو ترلاسه شوي دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د كرنسۍ شرح كنټرول كول د اسټېټ بېنك كار دے د خزانې وزارت نه۔ او تاسو ته به كله دا خبره رامخې ته نه شي چې د خزانې وزير د اسټېټ بېنك په كار كښې لاس وهنه كوي۔ په دې مهال د ريونيو دوهم وزير حماد اظهر او د خزانې وزارت نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔










