د فېصل آباد د قومي اسمبلۍ حلقه اېن اے 103 او صوبائي اسمبلۍ حلقه پي پي 103 په شمول په ټول هېواد كښې د قومي اسمبلۍ په 11 ٬ د پنجاب اسمبلۍ په 13 ٬ د كے پي كے په 9 ٬ د بلوچستان او سندھ دواړو په 2 ٬ 2 خالي چوكو ضمني ټاكنې نن كېږي۔ د الېكشن كمېشن لخوا په انتخابي ضابطه اخلاق سختۍ سره د عملدرآمد باوري كولو اعلان

فېصل آباد۔13 اکتوبر(اے پی پی ) د فېصل آباد د قومي اسمبلۍ حلقه اېن اے 103 او صوبائي اسمبلۍ حلقه پي پي 103 په شمول په ټول هېواد كښې د قومي اسمبلۍ په 11 ٬ د پنجاب اسمبلۍ په 13 ٬ د كے پي كے په 9 ٬ د بلوچستان او سندھ دواړو په 2 ٬ 2 خالي چوكو ضمني ټاكنې نن د اتوار په ورځ كېږي كومو لپاره چې …

فېصل آباد۔13 اکتوبر(اے پی پی ) د فېصل آباد د قومي اسمبلۍ حلقه اېن اے 103 او صوبائي اسمبلۍ حلقه پي پي 103 په شمول په ټول هېواد كښې د قومي اسمبلۍ په 11 ٬ د پنجاب اسمبلۍ په 13 ٬ د كے پي كے په 9 ٬ د بلوچستان او سندھ دواړو په 2 ٬ 2 خالي چوكو ضمني ټاكنې نن د اتوار په ورځ كېږي كومو لپاره چې د بېلټ پېپرو او بېلټ صندقونو په شمول د ټاكنو ټول مواد پريذائيډنګ چارواكو ته سپارلې شوي دي او د ټاكنو بې پرې او په سپځلي ډول كولو له به په انتخابي ضابطه اخلاق سختۍ سره عمل درآمد كولې شي۔ د الېكشن كمېشن آف پاكستان د فېصل آباد ريجن وياند د خالي په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د پولنګ په مهال به كوم سياسي ګوند ته ددې اجازه وركولې نه شي چې هغه دې كوم سياسي ګوند ٬ كانديد يا دده پلاويان كنونس كړي۔ په انتخابي ضابطه اخلاق به عمل باوري كولې شي۔ د كومې خلاف ورزۍ په صورت كښې به د اړوند سياسي ګوند ٬ كانديد او دده د پلويانو په ضد به سخته قانوني كاروائي كولې شي۔ وياند ووئيل ضمني ټاكنو له په مجموعي توګھ 389 پولنګ سټېشنونه جوړ كړي دي كومو كښې چې 80 پولنګ سټېشنونه حساس ګرځولې شوي دي۔ دې سره سره په 3414 كسانو مشتمل پولنګ سټاف هم غوره كړې شوې دې۔ دغسې د ټاكنو مواد تحفظ ٬ لېږلو او په پولنګ سټېشنونو حفاظتي انتظامات لا ټينګولو له د آرمي او رېنجرز اهلكار هم په ځائې كړې شوي دغسې چې د ټاكنو عمل په زړه پورې چاپېرچل كښې ترسره شي۔

مزید خبریں