اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی) د ورلډ بلائنډ کرکټ کونسل کلنه غونډه به په 10 او 11 دسمبر د نيپال کھټمنډو ښار كښې كېږي۔ غونډه كښې به د پاکستان د اړخه د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل چیئرمېن سید سلطان شاہ ګډون كوي۔ د غونډې مشري به د ورلډ بلائنډ کرکټ کونسل صدر مهانتېش جی کوي۔ غونډه كښې به 8 هېوادونه پاکستان، آسټریلیا، هند ، سری لنکا، انګلینډ، جنوبی افریقه ، بنګله دېش او د نیپال نمائندګان ګډون كوي۔ غونډه كښې به د بلائنډ کرکټ په اړه په بيلو چارو غور كولې شي۔