د هند په 5 رياستونو كښې به ټولټاكنې د 12 نومبر نه تر 7 دسمبر کېږي

نوې ډيلې 07 اکتوبر (اے پی پی) د هند الیکشن کمېشن د هېواد په 5 رياستونو كښې د اسمبلۍ ټاكنو لپاره نيټه اعلان كړې۔ د هند ميډيا له مخې چیف انتخابی کمشنر اوپی راوت خبرې کنفرنس كښې دا اعلان كړې۔ ده ووئيل چھتیس ګړھ كښې به د اسمبلۍ ټاكنې په دوه پړاؤنو كښې په 12م او 20م نومبر ،مدھیه پردېش او میزورم كښې په يو پړاؤ كښې په 28 نومبر او راجستھان او تلنګانه كښې پھ يو پړاؤ كښې په 7 دسمبرکېږي۔ده ووئيل ټولو ریاستونو كښې به د ووټونو شميره په 11 دسمبرکېږي۔دې سره په 5 واړو ریاستونو كښې انتخابی ضابطه اخلاق نافذ شوې۔ده ووئيل په دې ټاكنو كښې به نوې وی وی پیټ مشینونه استعمالولې شي۔