ماسكو 06 اكتوبر(اے پی پی) د روس پايه تخت ماسكو كښې مګ۔29 جنګي الوتكه رانسكوره شوې ده۔ د روس تاس خبر ایجنسۍ چارواكو په دې اړه وئيلي چې مګ۔29 الوتكه ماسكو سره نزدې رانسكوره شوې ، خو په الوتكه كښې ناست دواړه پائلوټان د سكیپ سسټم په مرسته الوتكې څخه راوتللو كښې بريالې شوي۔په سمدستي توګه د الوتكې د پېښې سبب نه دې معلوم شوې خو په دې اړه چارواكو پلټنې پيل كړې۔