انډونیزيا كښې د تباهۍ مخنيوي له 50 ملیونه ډالر ته اړتيا ده،ملګرې ملتونه

ملګرې ملتونه 06 اكتوبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې انډونیزيا كښې د زلزلو او سونامی تباہ كاریو مخنيوي په خاطر په سمدستي توګه 50.5 ملیونه ډالره ته اړتيا ده۔ نړيوالې ادارې له مخې راروانو درې مياشتو لپاره به يو لاكھ91 زره كسانو ته د مرستې حاجت وي۔ بلخوا د جكارته حكومت له مخې په 28 ستمبر راغلې دې قدرتی آفت په نتيجه كښې د مړو شميره زياتيدو سره 1600 ته رسيدلې ده دغسې 350 كسان اوس هم بې دركه دي۔ ځائې ميډيا له مخې ځبليو سيمو كښې د مرستې او ریسكیو كارروائی تر اوسه روانې دي۔