
جكارته 02 اكتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري چارو ډلې ﴿يو اېن او سي اېچ اے﴾ وئيلي دي چې په انډونېزيا كښې په زلزله او سونامي كښې ځپلي شوي يو لك 91 زره خلق په سمدستي توګه مرستې ته ضرورت لري۔ د چين سركاري خبر رسنې ادارې له مخې دې ادارې وئيلي دي چې په دې كښې 56 فيصده خلق د كليوالو سيمو دي۔ دوي خوراك٬ پاكو اوبو او مېشت ځايونو ته اړتيا لري۔ د يادونې وړ ده چې په دې زلزله كښې 1203 كسان مړه شوي دي