د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستان لخوا د هندي تورونو سخت ځواب ، پاکستان د هندو انتها خوښي تنظيم راشټریه سیوا سنګھ د “فاشزم مركزونه” منطقه كښې د ترهګرۍ ذمه وار وګرځول ۔ په حقيقت كښی د هندي انتها خوښي تنظيم آر اېس اېس فاشزم مركزونه منطقه كښې د ترهګرۍ ودې مركزونه دي۔ تش د نامې لبرل هند كښې د رايې اختلاف هېڅ ګنجائش پاتې نه شو ۔ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستاني قونصلر سعد احمد وړائچ د هندي سفارتكار د رد عمل ځواب

اقوام متحدہ ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستان لخوا د هندي تورونو سخت ځواب وركړې شوې دې۔ پاکستان د هندو انتها خوښي تنظيم راشټریه سیوا سنګھ د “فاشزم مركزونه” منطقه كښې د ترهګرۍ ذمه وار ګرځولې دي۔ دا خبره د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستاني قونصلر سعد احمد وړائچ د هندي سفارتكار د پاكستاني خارجه وزير شاه محمود قرېشي عمومي اسمبلۍ ته په خطاب او بيان د رد عمل په ځواب كښې وكړه په كوم كښې چې هغه ترهګري پاكستان سره د تړلو هڅه كړې وه۔ پاكستاني استازي ووئيل تر ټولو اول به دا كتل وي چې تور هغوي لګوي چا چې ترهګري د رياستي آلې په توګه كارولې ده۔ په كال 2014ﺀ كښې پېښور كښې په آرمي سكول د ترهګرۍ بريد لړۍ هند سره تړلې په نظر راځي۔ پاكستاني استازي ووئيل د هندي سفارتكار ترخې خبرې نه يوازې پاكستان سره د پخوانۍ دښمنۍ عكاسي كوي بلكې دې سره د حقائق مسخ كولو هندي روش هم څرګندونه كېږي۔ ده ووئيل پاكستان كله هم آرمي پبلك سكول كښې د 150 كوچنيانو اجتماعي وژنه هېرولې نه شي۔ مونږ په مستونګ او پاكستان كښې د هند ملاتړ سره كېدونكې ترهګري هېرولې نه شو۔ده ووئيل تش د نامې هند كښې اوس د اختلاف رائې هېڅ ګنجائش نشته۔ ده ووئيل هندي سفارتكارو بايد د فاروق احمد ډار خبره هم كړې وه څوك چې جېپ سره تړلې شوې او د شيلډ په توګه كارولې شوې وو۔ دغسې هندي سفير بايد قېصر بټ هم ياد كړې وې څوك چې په جيپ شهيد كړې شوې وو۔ ده ووئيل آيا هند ددې خبرې څخه انكار كولې شي چې په مقبوضه كشمير كښې 100 زره نه زيات كشميريان شهيد كړې شوي دي د كومې تصديق چې د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو او نړيوالې ميډيا هم كړې دې۔ ده ووئيل هند جبر سره كشميرې آواز خو غلې كولې شي ولې هغه د نړيوالې ورورولۍ غږ بندولې نه شي كوم چې نړيوالې ورورولۍ د ملګرو ملتنو د هائي كمشنر راپور نه وروستو پورته كړې دې۔ ده ووئيل هند په عارضي توګه د ټوپك په زور په كشمير غېر قانوني قبضه خو كولې شي ولې دا قبضه تر ډېرې مودې پاتې كېدې نه شي۔ ده ووئيل حقيقت دا دې چې مقبوضه كشمير د هند برخه نه ده او نه به وي۔ هند تر ډېرې مودې مقبوضه كشمير كښې په كشميري وګړو روان زور ٬ ظلم او زياتې پټولې نه شي