مقبوضه كشمير كښې د هند روان زور ظلم او زياتي په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن راپور ګرده نړۍ كښې هندي ظلمونه په ډاګه كړي دي۔ تش لاسې كشميري اولس سره د هند رويې په اړه راپور كښې دا منلې شوې ده چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختې خلاف ورزۍ روانې دي۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال 54 بېلو پلاويو سره ملاقاتونه شوي دي كومو كښې چې 22 د دوه اړخيزه اړيكو په لړ كښې او په 6 ورځو كښې 11 ملاقاتونه د بېلو هېوادونو شريكو پلاويو سره شوي دي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كولو سره د خپلې 6 ورځنۍ دورې په اړه خبريالانو سره خبرې

ملګري ملتونه۔30 ستمبر(اے پی پی) د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي مقبوضه كشمير كښې د هند روان زور ظلم او زياتي په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن راپور ګرده نړۍ كښې هندي ظلمونه په ډاګه كړي دي۔ د ملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د بېلو هېوادونو پلاويو سره د خپلو ملاقاتونو په اړه ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې د هند روان زور ظلم او زياتي په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن راپور ګرده نړۍ كښې هندي ظلمونه په ډاګه كړي دي۔ ده ووئيل تش لاسې كشميري اولس سره د هند رويې په اړه راپور كښې وئيلې شوي دي چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سخته خلاف ورزي روانه ده۔ د ملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ 73 مې غونډې په مهال د پاكستاني پلاوي مشري كولو سره د خپلې 6 ورځنۍ دورې په اړه ده خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل د ملګرو ملتونو په راپور كښې په مقبوضه كشمير كښې د قابض هندي ځواك او نورو امنيتي ځواكونو لخوا په مسلمانانو د روانو ظلمونو په اړه خاص تبصره شوې ده۔ ده ووئيل دې راپور سره د نړيوالې ورورولۍ او لارښودو خواخوږۍ كشميري اولس سره دي۔ ده ووئيل زه واشنګټن ته روانېږم چرته به چې زه د پاك امريكا دوه اړخيزه اړيكو په لړ كښې امريكائي خارجه سېكتر مائیک پومپیو سره ملاقات كوم۔ خارجه وزير ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال 54 بېلو پلاويو سره ملاقاتونه وشول كومو كښې چې 22 د دوه اړخيزه اړيكو په لړ كښې او په 6 ورځو كښې 11 ملاقاتونه د بېلو هېوادونو شريكو پلاويو سره شوي دي۔ ده ووئيل د پاكستان د نوي حكومت د يو استازي په حېث ما خپلو همڅنګو ته د پاكستان كېس وړاندې كړې دې۔ ده ووئيل زمونږ حكومت نړيوالې ورورولۍ سره د پاكستان اړيكې لا پراخا كول غواړي ولې پخوانو حكومتونو دې پلو پام ګرځولې نه وو۔ ده دورې لپاره د مليحه لودھي لخوا په پورته كړې ګامونو د هغې مننه وكړه او د خارجه سېكتر تهمينه جنجوعه د خذماتو ئې هم اعتراف وكړو څوك چې په دې دوره كښې خارجه وزير سره ده۔ خارجه وزير ووئيل ماته په دې خوشحالي وشوه چې ملګرو ملتونو كښې د پاكستان كردار ته د عزت په سترګه كتلې شي۔ او په نړيواله كچه د ملګرو ملتونو امن كارروايو كښې د پاكستاني عسكرو د شموليت په خاص توګه ستائنه كېږي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر پاكستان د ملګرو ملتونو يو مهم همكار ليدل غواړي۔ ده ووئيل دې دورې سره د هندي حكومت غېر انساني رويو پلو د نړيوال پام ګرځولو موقع ترلاسه شوې ده او ما د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر نه غوښتنه كړې ده چې هغه په هند غږ وكړي چې د پاكستان په ضد د كومې كاروائۍ كولو سچ هم ونكړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر راروانه اونۍ د هند دوره كوونكې دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل امريكائي خارجه وزير سره د ملاقات په مهال به ده ته دا باور وركولې شي چې د پاكستان وسله والو ځواكونو په شا ټول اولس ولاړ دے۔ او كه دا ډول كومه وضعه رامخې ته كړې شوه نو هند ته به بشپړ ځواب وركولې شي۔ شاہ محمود قریشی ووئيل د ملګرو ملتونو د غونډې په مهال لويو لويو سفارتكارو سره ملاقاتونه شوي دي او دوئي د وزيراعظم عمران خان حكومت پالېسيو او هدفونو په اړه خبر كړې شوي دي۔ د پاکستانۍ سائنسدانې ډاكټر عافيه صديقي په اړه خارجه وزير ووئيل زه به دا مسئله د امريكائي چارواكو په وړاندې پورته كوم او ددې د خوشې كولو به هڅې كوم۔ ده ووئيل بياهم امريكا خپل قانون لري ولې د عافيې زندان ختمولو له به ټول ګامونه پورته كولې شي۔