نیویارک ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د سوريه خارجه وزير وليد المعلم وئيلي دي چې زمونږ په خاوره پراته د فرانس ٬ تركيه او امريكا عسكر د سوريه حكومت په نظر كښې قابض ځواكونه دي۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته خطاب كښې د سوريه خارجه وزير غوښتنه وكړه چې دا هېوادونه دې خپل خپل عسكر سوريه څخه بهر كړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د امریکا او فرانس عسكر سوريه كښې د ترهګر تنظيم داعش سره جنګېدونكو ډلو ته تربيه وركولو او ددوئي مرسته كولو له تعينات دي او د ترك ځواكونه د سوريه په قطبي سيمو كښې د كرديانو په ضد كارروايو كښې بوخت دي