کولون ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان د المان كولون ښار كښې د جامع مسجد پرانسته كړې ده۔ د المان خپرونې ادارې ترمخه په دې مهال د ده وېنا وه چې د المان په نورو ښارونو كښې هم د نورو مسلمانانو وګړو لپاره دعبادت ځايونه ليدل غواړم۔ د جومات د پرانستې په مهال نزدې 10 زره كسان موجود وو۔ د كولون ښار مركزي جومات تركيه سره تعلق لرونكې يوې مذهبي ډلې جوړ كړې دې۔ بلخوا د طیب اردوآن د المان دورې په مهال په خاص توګه په كولون ښار كښې بېلې احتجاجي مظاهرې هم رامخې ته شو