انډونيشيا كښې د سونامي او سختې زلزلې په نتيجه كښې د مړو شمېره 384 ته ورسېده

جکارته ۔ 29 ستمبر (اے پی پی) انډونیشیاء كښې د سونامي او سختې زلزلې په نتيجه كښې د مړو شمېره 384 ته رسېدلې ده۔ بلخوا روغتونونو كښې دا مهال د سوؤنو په شمېر ژوبل كسانو طبي مرسته روانه ده۔ نړيوالې ميډيا د خالي په ورځ د ډيزاسټر ايجنسۍ په اړه ووئيل چې مرسته كوؤنكي كارمندان په ځپليو سيمو كښې د مرستې كارروايو كښې بوخت دي۔ د انډونيشيا په منځنۍ جزيره سلاوېسي كښې د3 لکھ 50 زره ودانۍ ښار كښې د 1.5 میټره دنګو سونامي چپو نه وروستو د ځاني زيان رامخې ته شوې دې