
اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړې ناز بلوچ وئېلي دي خارجه وزير شاه محمود قرېشي دې پھ ملګرو ملتونو كښې په كشميريانو د هند ظلم او ناوړه څيره څرګنده كړي۔د جمعې پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې هغې ووئيل پاكستان د هند د دړكو نه نه كله وړاندې يرېدلې او نه به اوس اويرېږي٬كه هند كوم ډول غلطي وكړي نو سم ځواب به وركولې شي۔هغې ووئيل خارجه وزير شاه محمود قرېشي به په ملګرو ملتونو كښې په كشميريانو د ظلم په موثره توګه په ډاګه كړي او هند مكروه څيره به څرګنده كړي۔ناز بلوچ ووئيل بلاول بهټو زرداري ګوند په ښه ډول چلولي او هېواد لپاره مثبت سوچ لري۔د هغه په زړه كښې د اولس د خذمت جذبه د شته