د ترکيې اولس مشر به (نن) په درېم ځل د پارلمان شريكې غونډې ته وېنا كوي

اسلام آباد 16 نومبر(اے پي پي) د تركيې اولسمشر رجب طیب اردوان بهد نړۍ وړومبنې لارښود او مشر وې څوك چې به (نن) د زيارت په ورځ د پاكستان پارلمان شريكې غونډې ته په درېم ځل وينا كوي۔ ذريعو له مخې رجب طيب اردوان دې څخه وړاندې د تركيې وزيراعظم په حېث د پاكستان د پارلمان شريكې غونډې ته په 20 مئي 2014 او اكتوبر كال 2009 كښې وېنا كړې وه او اوس به د زيارت په ورځ د تركيې اولسمشر په حېث د پاكستان پارلمان شريكې غونډې ته وېنا كوي