په اېل او سي د هندي جارحيت بشپړ ځواب وركولې شي

اسلام آباد 16 نومبر(اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي په اېل او سي د هندي جارحيت بشپړ ځواب وركولې شي٬ د پاكستان اولس په دې سخت وخت كښې خپلو كشميريانو وروڼړو سره ولاړ دے٬ وزیراعظم محمد نواز شریف آزاد کشمیر كښې انفراسټركچر جوړولو ٬ تعليم٬ او د روغتيا پشمول نورو څانګو ته خاص پام لرنه كوي۔ وفاقي وزير دا …

اسلام آباد 16 نومبر(اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي په اېل او سي د هندي جارحيت بشپړ ځواب وركولې شي٬ د پاكستان اولس په دې سخت وخت كښې خپلو كشميريانو وروڼړو سره ولاړ دے٬ وزیراعظم محمد نواز شریف آزاد کشمیر كښې انفراسټركچر جوړولو ٬ تعليم٬ او د روغتيا پشمول نورو څانګو ته خاص پام لرنه كوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د شورو په ورځ د آزاد کشمیر د مواصلات وزير چوهدري محمد عزیز سره خبرو كښې وكړې چا چې وفاقي وزير سره ملاقات كولو ۔ د ملاقات په مهال د آزاد کشمیر په مجموعي امنيتي وضعه او په پرمختيائي منصوبو غور وكړے شو ۔ په دې موقع د دغې عزم پخلي وشو چې د هندي جارحيت او ناوړه كاروائيو باوجود به د مقبوضه كشمير د اولس د آزادۍ د سوله ايز تحريك سفارتي ٬ اخلاقي او سياسي ملاتړ روان ساتلې شي ۔۔ د آزاد كشمير مواصلات وزير د حكومت د پرمختياېي منصوبو په لړ كښې د هلو ځلو نه وفاقي وزير خبر كړو۔

مزید خبریں