امریکې د پاك پوځ د اړخه د ترهه ګرۍ په ضد روانې کامیاب کارروائی وستائلې

واشنګټن 20 ستمبر (اے پی پی) امریکې د پاك پوځ د اړخه د ترهه ګرۍ په ضد روانې کامیاب کارروائی ستائلې دي۔ د زيارت په ورځ د پی ټی وی له مخې د امريكې د خارجه چارو محكمې كال 2017 كښې د ترهه ګرۍ په اړه راپور كښې وئيلي چې قبائلی سيمو كښې پاك پوځ کامیاب عملياتو نه پس د القاعدہ پشمول د نورو شدت خوښو ډلو په هلو ځلو كښې ښګاره كمې رامخې ته شوې۔راپور كښې وئيلي شوې چې د پاك پوځ د عملياتو په نتيجه كښې په قبائلی سيمو كښې القاعدہ طاقت ته زيان رسيدلې دې٬ پاکستان كښې د ترهه ګرۍ تناسب د 2014 نه پس تر ډير حد كم شوې۔