د پاکستان او هند ركنيت شنګهائي مرستې تنظيم لپاره موقعې او د ترهګرۍ په مقابل كښې د استعداد د پراختيا سبب دے

بیجنګ 17ستمبر (اے پي پي) د پاکستان او هند ركنيت نه يوازې د شنګهائي مرستې تنظيم لپاره د موقعو او د ترهګرۍ په ضد د مقابلې د استعداد د براختيا سبب دے بلكې دې سره تنظيم لپاره د اقتصادي او بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې نوې اړخونه هم ترلاسه شوې۔ دا خبره د اېس سي او عمومي سېكتر رشید علیموف د چين ورځپانئ” ګلوبل ټائمز” سره په مركه كښې كړې۔ هغه ووئيل دواړه هېوادونه دا مهال د تنظيم لازمي برخه دي او دوي د تنظيم نه نشي جلا كېدې ۔ ديوې پوښتنې په ځواب هغه ووئيل د اېس سي او د اهتمام لاندې روسيه كښې د ترهګرۍ مخنيوي پحقله پوځي مشقونو كښې د دواړو هېوادونو د عسكرو ګډون څه نوې خبره نه ده٬ دواړه هېودونه د تنظيم د 29م مېكنزمز له مخې يو بل سره مرسته كولې شي٬ هغه ووئېل پاكستان او هند تر دولسو كالو د مبصر غړي په حېث د پاتې كېدو نه پس په كال 2017 كښې بشپړه غړي شوي او دواړو ته به يو بل سره په ګډه كار كولو كښې مشكلات نه رامخې ته كېږي۔ د تنظيم غړو هېوادونو د ترهګرۍ په ضد جنګ ٬ د نشه اي توكو قاچاق٬ غذائي تحفظ باوري كول٬ سېلګري٬ پرمختګ او د ټولو نه مهم ښه ګاٶنډيتوب٬ دوستۍ او مرستې لپاره د 5 كلنه اېكشن پلان منظورۍ له مرسته كړې