قاهرہ ۔ 17ستمبر (اے پی پی) د مصر عدالت د معزول اولس مشر حسنې مبارك ځامنو اعلی مبارك او جمال مبارك د ګرفتارۍ حكم وركړې دې۔ د مصر د سركاري خبر رسنې ايجنسۍ ترمخه د قاهرې عدالت اعلی مبارك او جمال مبارك سره سره د 7 نورو لويو تجارانو پېشي تر 20م اكتوبر ځنډولې ده۔ په دوئي د قومي بانك خرڅولو كښې د ټګۍ تور دې۔ عدالت تر پېشۍ ورځې د اعلی او جمال مبارك د نيولو حكم جاري كړې دې۔ بلخوا د عدالتي ذريعو ترمخه صدارتي محل لپاره د بېلو كړې شويو 16 ملين ډالرو ادائيګي په خپل نوم د كولو په تور كښې عدالتي كارروائۍ ته مخامخ كېدو نه وروستو اعلی او جمال مبارك په كال 2015ﺀ كښې خوشې كړې شوې وو ولې اوس دوئي په سټاك ماركيټ كښې د ټګۍ په مقدمه كښې د جاري كړې شوي حكم نه وروستو يو وارې بيا زندان ته لېږلې شي