او آئی سی فلسطین كښې د 23 پرمختيائي پروژو لپاره مرسته

ریاض 16ستمبر (اے پی پی) د اسلامی مرستې تنظیم او آئی سی د فلسطین بيلو ښارونو كښې روان 23 پرمختيائي پروژو لپاره د مالي مرستې اعلان كړې دې۔ په دې كښې په 12 پروژو په مقبوضه بیت المقدس كښې كار روان دې۔ د عرب خبررسنې ادارې له مخې د او آئی سی جده كښې جوړ د صدر دفتر د اړخه جاری كړې شوي يو بيان كښې وئيلي شوې چې د دې مرستې منظوری مارچ كښې په جده كښې د اسلامی یكجهتی كونسل غونډې په مهال وركړې شوې ؤ۔فلسطین كښې روانو پروژو كښې به چې په كومو پروژو خرڅ كولې شي په هغې كښې زياتره د صحت، تعلیم، سماجی ښېګړې ، پوهنتونونو ، روغتونونو كښې طبی آلات او مشینری وركول ، هلال احمر فلسطین او بیت المقدس منصوبې شاملې دي۔