کابل 15ستمبر (اے پی پی) افغانستان كښې يوه پوځي چورلكه رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې ئې 4 عسكر مړه شوې دي۔ د فراه صوبې والي وياند له مخې په چورلكه كښې د دوه پائلوټانو او دوه عسكرو نه علاوه چاؤديدونكې توكي هم موجود ؤ۔ وياند ووئيل په چورلكه كښې په خاكي ضلع صفاد كښې هغه مهال اوور ولكيد كله چې هغې د هنګامی لینډنګ هڅه كوله۔ وياند د چورلكې رانسكوريدو پېبښه تکنیکی خرابی ګرځولې۔دا خبره دې ياده وي چې فراه صوبې په زياتره سيمو د طالبان کنټرول دې۔