د وزيراعظم عمران خان پھ منطقه كښې د امن او استحكام د خواهش هركلے كوو

كابل 14 ستمبر (اے پی پی)د افغانستان چيف ايګزېكټو عبدالله عبدالله وئېلي دي بايد پھ دې منطقه كښې د كوم هم حكومت لپاره انتهاخوښي او ترهه ګر عناصر تر اوږدې مودې مرستياله ونه ګرځي۔ده د برتانيې خپرونې ادارې سره په خبرو كښې ووئيل د پاكستان وزيراعظم عمران خان وئېلي دي مونږ په منطقه كښې امن او استحكام غواړو چې مونږ ئې هركلې كوو۔۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې چېلنجونو سره مخ دي خو مونږ هيله لرو چې مونږ به په ګډه كار كولو سره د دغې مقابله وكړو خو دا يوازې د دواړو اړخونو لخوا د مرستې د لارې ممكن ده۔ده تسليم كړه چې د امريكې او طالبانو ترمينځه رابطې شوي خو د هغوي مقصد په طالبانو د افغان حكومت سره د خبرو اترو لپاره فشار اچول دي۔ده ووئيل كه چرې طالبان د جمهوري عمل برخه جوړېدل غواړي نو مونږ د هغوي هركلے كوو