
اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) قومي لوبډله به په نړيوال ټېن پن باؤلنګ ټورنامنټ كښې ګډون كوي۔ د پاكستان ټېن پن باؤلنګ فېډرېشن اعجاز الرحمان له مخې نړيوال ټېن پن باؤلنګ ټورنامنټ به د ستمبر په 22مه نېټه په هانګ كانګ كښې پېل كېږي كومه به چې د ستمبر تر 28مه نېټه دوام ولري۔ په دې ټورنامنټ كښې به د ټولې نړۍ څخه لوبغاړي برخه اخلي۔ په دې ايونټ كښې به 6 كسيزه قومي لوبډله برخه اخلي چې پكښې اعجازالرحمان٬ علي سوريا٬ سكندر حيات٬ ثاقب شهزاد ٬ افضل اختر او عليم آغا شامل دي۔ ده ووئيل چې قومي لوبډله به د ستمبر په 20مه نېټه هانګ كانګ ته ځي۔