
اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) په مصر كښې نړيوال تجارتي نندارتون به د ستمبر په 14مه نېټه پېل كېږي۔ د پاكستان ټرېډ ډويلپمنټ اتهارټې له مخې په نندارتون كښې به د ټېكسټائل٬ سرجيكل آلات٬ فارماسيوټيكل٬ لېدر او د لوبو سامان٬ وريژو٬ غوښې٬ برېښنا او د ټېنټ مصنوعات نندارتون لپاره وړاندې كولې شي۔ دا نندارتون به دوه ورځې دوام ولري۔ په نندارتون كښې د پاكستان د يو شمېر كمپنو لخوا د ګډون كولو امكان دے