د افغانستان ختيز ولايت ننګرهار كښې په احتجاجي مظاهرچيانو ځانمرګي بريد ٬ 19 مظاهرچيان مړه او 57 ژوبل شول

كابل 11 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان ختيز ولايت ننګرهار كښې په احتجاجي مظاهرچيانو ځانمرګي بريد كښې 19 مظاهرچيان مړه او 57 ژوبل شوي دي۔د ولايت والي وياند عطاﺀ الله خوګياني ووئيل مظاهرچيانو د ځايې پوليس چيف تعيناتۍ په ضد مظاهره كوله۔د روغتيا صوبائي څانګې وياند انعم الله مائي خيل ځانمرګي بريد كښې د ګڼو كسانو د مرګ تصديق كړی۔وياند ووئيل په ځانمرګي بريد كښې ژوبل شوې كسان د جلال آباد روغتون ته رسولې شوي دي